امنیت

اته تنه وسله وال طالبان دقندهار ولايت دغورک او ارغنداب په ولسواليو کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دقندهار ولايت دغورک او ارغنداب دولسواليو په مربوطاتو کې تيره شپه د امنيتي ځواکونو دګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهير کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګر من محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دپاکولو په موخه دقندهار ولايت دغورک او ارغنداب دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يې اته تنه وسله وال   طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: ددغو نښتو په بهير کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته