ټولنه

د ملکي هوايي چلند اداره خپل ٣٦٠ تنه کارکوونکي بهر ته استوي

کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره هوډمنه ده خپل٣٦٠ تنه کارکوونکي د زده کړې د دوام لپاره له هېواد څخه بهر ته واستوي .
د باختر آژانس د خبرله مخې : 
دغه ټکى د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئيس په کابل کې د امريکا سفارت له اقتصادي سلاکار سره په کتنه کې څرګند کړ.
په دې کتنه کې په کابل کې د امريکا سفارت اقتصادي مستشار له هېواد څخه په بهرکې د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د ٣٦٠ تنو کارکوونکو  د تحصيلي لګښت د تملويلولو په اړوند همکاري اعلام کړه او ويې ويل چې تېرکال  هم د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې ٧٥ تنه کارکوونکي د امريکا سفارت په مالي مرسته د هوايي  چلند په برخه کې د زده کړې په موخه له هېواد څخه بهر ته استول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته