امنیت

په افغانستاکې دناټو ديوسر تيرى وژل کېدل

کابل – باختر دتلې ٢٤
دناټو يو سرتيرى دافغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو دبريد له امله ووژل شو.
په دغه بهرني پوځي چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى؛ نن سهارکله چې په ګزمې بوخت و، د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دخپل دغه پوځي وژل کېدل تاييد کړى دى، خو دده هويت او دپيښې دقيق ځاى يې نه دې په ډاګه کړى .
دشنبې په ورځ هم دطالبانو په بريد او دافغانستان په جنوب کې دځانمرګې بريد په پيښه کې درې تنه بهرني پوځيان وژل شوي وو.
دنه تاييد شويو شميرنو له مخې، د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له جګړمارانو سره په نښته کې دناټو ٥٥٠ تنه پوځيان وژل شوي دي .
په داسې حال کې چې په تير ميلادي کال کې دغه شمېر ٥٩٤ تنو ته رسيدلى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته