امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
اووه تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته خبر ورکړ  امنيتي ځواکونو دامنيت دتامينولو په مقصد په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکونړ ، ننګرهار ، قندهار ، هلمند او دکاپيسا دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو وسله وال طالب ټپي شو  او يوبل طالب ونيول شو .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي
ديوبل خبر له مخې دوسايطو ضد ٤١ ماينونه دارزګان ولايت په مربوطاتو کې دملي پوليسو دځواکونو دفعاليتونو په بهير کې  کشف او شنډ کړي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته