ټولنه

د غور چغچران او ګردیوال سړک ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
د غور چغچران- ګردیوال سړک چې د ختیځ – لویدیځ لارې یوه برخه شمېرل کېږي، ډيرژرپرانیستل کېږي.
دغه سړک د ۱۰ کیلومتروپه اوږدوالي او د ۱۱ متروپه سور د غورله مرکزڅخه تېرېږي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه سړک د افغانستان حکومت له بودجې څخه جوړاو پوخ شوی دی.
د دغه سړک د جوړولواو پخولوکارمخ په بشپړېدو دی او ټاکل شوې ده په څو راتلوونکو ورځوکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کارپوهان وايي چې د دغه سړک په ګټې اخیستنې سره د کرنې د محصولاتواو د تجارتي مالونوپه لېږدولوکې مهم رول لري او د اقتصاد د خوړېدو سبب کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته