ورزش

دهيواد له نوولس کلونوڅخه ښکته دکرکټ ټيم بنګله ديش ته لاړ

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
دافغانستان  دکرکټ  ټيم  له نوولس کلنو ښکته ځوانان دپنځوورځينو لوبو  دترسره کولو په مقصد بنګله ديش ته لاړ.
دغه سيالي  دپنجشنبې په ورځ پيليږي  او داکتوبر دمياشتې ترشپږمې نيټې پورې به دوام وکړي.؟
دافغانستان دکرکټ بورد وياند فريد هوتک باخترآژانس ته وويل  ددغو سياليو دترسره کولو هدف اسيايي اونړيوالو سياليو ته دافغانستان دنوولس کلنو دټيم  چمتو کول دي.
اسيايي جام دنوامبر په مياشت کې په ماليزيا کې اونړيوال جام دراتلوونکي کال په  جنوري مياشت کې په نيوزلند کې ترسره کيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته