نړۍ

د ملګروملتو د سازمان امنيت شورا د دغه سازمان د سوله ساتو د ناوړه چلندپه اړوند يو پريکړه ليک تصويب کړ

نيويارک  باختر  دکب  دوه ويشتمه :
د ملګرو ملتو د سازمان امنيت شورا د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره له ماشومانو سره د دغه سازمان د سوله ساتو د ناوړو چلندونوله شخړې سره د سکوت  لپاره يو پريکړه ليک تصويب کړ .
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
دغه پريکړه ليک له مخالفې رايې پرته په څوارلسو موافقو رايو سره تصويب شو او مصر هم رايه ورکړه .
له ټولپوښتنې مخکې د پريکړه ليک د متن د اصلاح او نرمولو لپاره د مصر وړانديز د امنيت شورا نورو غړو رد کړى و.
د ملګرو ملتو سازمان له مياشتو مياشتو را پديخوا د دغه سازمان د سوله ساتو له خوا د نړۍ په نا آرامو او بې ثباتو سيموکې له ماشومانو سره د ناوړه چلند او د جنسي تيري د موضوع په اړوند د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري .
د ملګروملتو سازمان اعلام کړى دى چې په تېر ميلادي کال کې د دغه سازمان د سوله ساتو له خوا له ماشومانو سره د ناوړه چلند او د جنسي تيري د نهه شپيتو مواردو او په ٢٠١٦ ميلادي کال  تر اوسه پورې د پنځه ويشتو مواردو رپوټ ورکړ شوى دى .
د ملګرو ملتو د سازمان د امنيت شورا پرونى تصويب شوى پريکړه ليک په دې برخه کې د دغه سازمان د سرمنشي بانکي مون سپارښتني تاييدوي .
د دغه پريکړه ليک له مخې: که چيرې کوم هېواد د خپلو سوله ساتو د چلند د رپوټونو له مخې څيړنې ونه کړي او يا په دې باب د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي ته رپوټ ور نه کړي؛ د دغه هېواد ځواکونه دې بايد د سوله ساتو له عملياتو څخه ووځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته