امنیت

په بدخشان کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې يو تن ووژل شو

کابل/ د مرغومي ٤مه/ باختر
په بدخشان کې د دوو غيرمسوولو وسله والو ډلو ترمنځ پرونۍ نښته کې له ښکيلو        لورو څخه يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته وويل چې د بدخشان د بهارک ولسوالۍ په بازارکې د قاري عبدالودود او د غيرمسوولو وسله والو ډلو د سرګروپ عبدالرووف د افرادو ترمنځ وسله واله نښته کې د قاري عبدالودود له ډلې څخه يو تن ووژل شو .
هغه زياته کړه چې په پېښه کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته