امنیت

د کابل ولايت په امنيې قوماندانۍ کې د وګړنيو پوليسوڅانګه پرانستل شوه

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
دکابل ولايت په امنيې قوماندانۍ کې د وګړنيو پوليسو د مديريت دفتر پرون پرانستل شو.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ په تالارکې جوړه شوې وه؛ لومړى دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د وګړنيو پوليسو مدير سمونوال محمدخان کټوازي خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په خپلو دندوکې هڅه اوهاند کوي او له خلکو سره لازم همکاري کوي .
وروسته د وګړنيو پوليسو رييس سمونوال همايون عيني د وګړنيو پوليسو د جوړولو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د وګړنيو پوليسو د مديريتونو د جوړولو بهيربه د هيواد په ټولو ولايتونوکې عملي شي، وروسته د اروپا د اتحاديې د پوليسو يو تن سلاکار خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې د وګړنيو پوليسو د دفترونو د جوړولوپه لاره کې به تل د کورنيو چاروله وزارت سره همکاري وکړي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي په خپلو خبروکې زياته کړه چې په خپله د کورنيو چارو وزير د پوليسو په وګړني کيدو باندې ټينګار کوي او بايد زموږ ملي پوليس وګړني پوليس و اوسي، له خلکو سره په ښه توګه همکاري  وکړي .
صديق صديقي دکابل ښار د بېلابېلو ناحيو د ګذر له وکيلانوڅخه وغوښتل چې تل د پوليسو له منسوبينوسره د دوى د استوګنې په سيموکې غونډې او خبرې ولري او د پوليسو او خلکو ترمنځ بايدړ ښه همغږۍ موجوده وي .
په پاى کې غونډه د کابل ولايت د امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهرظاهر له خوا وڅيړل شوه.
ده په خپلو خبروکې دغه اقدام د امنيت د تامينولو او د قانون د تنفيذ په لاره کې يو اغيزمن ګام وباله او ويې ويل چې پوليس له خلکو څخه د خلکو د خدمت لپاره راپاڅيدلي دي او بايد ټول پوليس په هر ځاى کې وګړني  وي، د خلکو ترمنځ وي  او دخلکو په ستونزو خبر وي .
جنرال ظاهر د اروپا له اتحاديې څخه مننه وکړه چې دکابل له پوليسو سره يې تل همکاري کړې ده او دکابل ښار د امنيتي حوزو آمرانو ته يې لارښوونه وکړه چې د امنيت دتامينولو او دقانون دتنفيذ په لاره کې لازياتې هلې ځلې وکړي .
ده دکابل ښار دګذر له ټولووکيلانو سره ژمنه وکړه چې دکابل پوليسو په صادقانه ډول تل د کابل ښار دهراوسيدونکى په خدمت کې واوسي .
دغه راز ده له مشرانو او دګذر له وکيلانو څخه وغوښتل چې د امنيت د تامينولو په لاره کې دې له خپلو پوليسو سره همکار واوسي .
دغونډې  په پاى کې د وګړنيو پوليسو دفتر د وګړنيو پوليسو د رييس، دکابل ولايت د امنيه قوماندان، داروپا داتحاديې دسلاکارانو،دکابل ښار دبېلابېلوناحيو د وکيلانواودکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د نورو منسوبينو له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته