امنیت

د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي تېره شپه په هوايي بريد کې ووژل شو.
د هلمند د امنيې قومندانۍ يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغه بريد کې په مولوي طالب مشهور مولوي عبدالاحد په ګډون ۴٠ وسله وال طالبان د یاد ولایت په ريګ ساحه کې ووژل شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په دغه بريد کې د طالبانو وسلې، جنګي وسایل او څو موټر هم له منځه وړل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په لښکرکاه ښار کې د کومانډویانو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
باختر آژانس ته د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه طالبان د کومانډو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې وژل شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملياتو کې د طالبانو تجهيزات هم د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
سعيده –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته