سیاست

دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين دايران له سفير سره وکتل .

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت له سفير  محمد رضا بهرامي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو ددوه اړخيزو اړيکو او دغه راز ددواړو هېوادونو  دسرحدي کميسارانو دسفر ، ددواړو  هېوادونو دفرهنګي مرکزونو دجوړولو دتفاهم او بشپړولو، دافغانستان او ايران په ځينو ښارونوکې ددواړو هېوادونو داړوندو املاکو  او جايدادونو دموضوعګانو او ددوه اړخيزو سرحدي مسئلو په باب  خبرې وکړې
ډاکتر اديشه دهيلې په څرګندولو سره يادونه  وکړه چې په ايران کې دافغانستان په املاکو پورې داړوندو مسئلو دحل په برخه کې او دغه راز دافغانستان له اړوندو بنسټونو سره په همغږى  کې دهرات ولايت له واټ څخه ددغه هېواد دقونسلګرى دديوال دشاته کولو په برخه کې  همکاري وکړي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته