سیاست

جمهور رئیس غني د لوی قندهارله مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل باختر د ثور ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د لوی قندهار له یو شمېر مشرانو او مخوروسره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی  طوفان وزیري، سناتور محمد حنیف حنیفي او ګلالۍ اڅکزۍ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ناامنۍ، ستونزو او ګواښونو باوجود یې د انکشاف، اقتصادي ودې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان د بریالي بهرني سیاست په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس هلې ځلې او لاسته راوړنې وستایلې.
یادو ویناوالو بین الافغاني مذاکرات سولې ته د رسېدو یو اصل وباله او زیاته یې کړه، افغانان نور د بې وزلې او جنګ زغم نه لري، نو  په هېواد کې د سولې د تامین په موخه دې د حزب اسلامي په څېر له نورو مخالفینو سره هم  د سولې بین الافغاني مذاکرات وشي.
هغوی همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو رول او ارزښت ته په اشارې وویل، د ښځو زده کړو، حقونو او د ژوند د وضعیت ښه والي ته دې پام وشي او وزارتونو ته دې لارښوونه وشي چې د افغان ښځو د ژوند ستونزو او اړتیاو ته په پام خپل پروګرامونه عیا رکړي.
د دغو ویناوالو د ویناو او څرګندونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس غني د لوی قندهار له مشرانو څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس د اساسي غوښتنې یانې سولې په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړ. هغه زیاته کړه، سوله زموږ مهمه غوښتنه ده او د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره ګډ کار، د ولس مرستې، زغم او انعطاف ته اړتیا ده.
جمهور رئیس وویل، د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بریالي مذاکرات د نېت، ارادې، قضاوت او قانونیت د څلورو اصلونو په اساس ترسره شول. هغه زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د سولې بریالیو مذاکراتو نور هم سولې ته قانع کړي دي.
د هېواد جمهور رئیس د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د ولسونو قدرداني وکړه، چې تروریستي ډلې یې له خپلې سیمې وشړلې او دا د سولې د تامین ،د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره یو ښه ګام دی.
جمهور رئیس د ولسونو د همکارۍ او رول ارزښت ته په پام د قندهار له مشرانو څخه وغوښتل چې د ولسوالیو، ولایتونو او هېواد په کچه د سولې د تامین په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي. هغه زیاته کړه، موږ چې د جرګو او مرکو اوږد تاریخ لرو، نو د خپلو ارزښتونو او دودونو په رڼا کې باعزته او پایداره سولې ته رسېدلی شو.
جمهور رئیس غني د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان دوستانه اړیکو او ښو مناسباتو ته په اشارې وویل، په تېرودوه نیمو کالو کې په دې وتوانېدو چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره دوستانه اړیکې او همکارۍ رامنځته کړو او دغه اړیکې او همکارۍ ورځ تر بلې لا پیاوړې او پراخېږي.
محمد اشرف غني وویل، نن پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان زموږ په ګټه نه دی، موږ بایدپه پاى کې له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږو او هغوی د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس اخیستنې ته وهڅول شي.
جمهور رئیس غني وویل، حکومت د ټولو هېوادوالو په ګډون د ښځو د ژوند د وضعیت ښه والي ته ژمن دی او د قانون په رڼا کې به ورته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې شي.  په پای کې د قندهار مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته