فرهنګ

د بيان د آزادۍ له پراخ بنسټه کيدو سره د افغانستان د حکومت ملاتړ

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بيان د آزادۍ د پراخ بنسټه کيدو او خبريالانو ته د آسانتياوو د برابرولو په لاره کې د حکومت د ملاتړ په باب خبر ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات چې پرون يې په مزار شريف ښارکې په يوه خبري غونډه کې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ د رسنيو د عالي شورا جوړول يې د مطبوعاتو د کورنۍ د ستونزو د لرې کولو په لاره کې د حکومت د ژمنې يوه برخه وبلله او زياته يې کړه: حکومت د دې اراده لري چې خبريالانو ته د خوندي فعاليت زمينه برابره او د هغوى اساسي حقوقو تر پښو لاندې نه شي.
ده دغه راز له خبريالانو سره د خبرو په بهيرکې په اطلاعاتو د لاسبري د حق د څارنې د کمېسيون د جوړيدو يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه کمېسيون به په دريو کچوکې فعال شي چې همدا اوس کابل د دغه کمېسيون د جوړيدو ډګر دى او ټاکل شوې ده په راتلوونکو پړاوونوکې د زونونو په مرکزونو او په ټولو ولايتونو کې دغه کمېسيونونه فعال شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين د هغه سفر په بهيرکې چې د بلخ ولايت ته يې درلود؛ په اطلاعاتو د لاسبري د حق د څارنې د کمېسيون د پراختيا خبرې وکړې او په هغه وخت کې هم د دغه کمېسيون د فعاليت په لاره کې ډيره اساسي ستونزه د بودجې نشتوالى بلل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته