کابل باختر د سلواغې دوه ويشتمه :
په جوزجان ولايت کې پرون له څه ناڅه شپږ سوه مستحقو کورنيو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دجوزجان دولايتي شورا رييس باختراژانس ته وويل: په دغو توکو او مالونوکې اوړه ، وريجې ، غوړي ، بوره ، چاى ، مکروني ، لرګي او جامي شته چې په شپږ سوه شلو بي وزلو او مستحقو کورنيو وويشل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه مرسته د جوزجان دولايتي شورا دپاملرنې او فعاليت له امله دترکيې جمهوريت دمرستندويو موسسو له خوا په دغوکورنيو ويشل شوي دي او دغه لړۍ به دوام ومومي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ