امنیت

يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١١ :
د فراه ولايت دبالابلوک په ولسوالۍ کې نن سهار دملي پوليسو او وسله والو طالبانو په جګړه کې يو طالب ووژل شو او دوه تنه نورټپيان شول.
د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ :د بالابلوک ولسوالۍ  د پير ومبال زيارت په مربوطاتو کې  دملي پوليسو په يوه کمين کې  يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه  په دې جګړه کې ددښمن يوه اندازه   وسلې او مهمات هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته