امنیت

له يوې اړې کورنۍ سره مرسته وشوه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢٧مه
دخوست امنیه قوماندان له یوې اړمنې کورنۍ سره چې په ډیر بد حالت کې یې ژوند کاوه؛ د خوراکي او غیر خوراکي توکو ترڅنګ دیرش زره افغانۍ نقدي مرسته وکړه.
د خوست ولايت امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت باختر اژانس ته وویل چې دبې وزلو ﺍﻭ اړو ﻻﺱ ﻧﯿﻮﯼ ګډ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻭټوﻟﻨﯿﺰ ﻣﺴووﻟﯿﺖ ﺩﯼ.
جنرال غيرت د اړو کورنيو لاس نیوی د هر افغان ملي، بشري او اسلامي وجيبه بولي او ﻟﻪ شتمنو او خيريه ﻣﻮﺳﺴﻮڅخه غواړي ﭼﯥ له ﺑﯥ ﻭﺯﻟوﮐﻮﺭﻧﯿﻮ ﺳﺮﻩ مرستې وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته