امنیت

دپاکستاني مليشو تيرى وغندل شو .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
  يوشمير وګړنيو شوراګانو ټولنيزو بنسټونو دسازمانونو اتحاديو اوسياسي ګوندونو ،. زموږ  دهېواد پرحريم دپاکستاني مليشو تيرى وغانده .
په هغو پيغامونو کې چې نن په همدې اړوند باختراژانس ته رسيدلي دي  دتورخم په ښار ګوټې کې دهېواد دزړورو امنيتي منسوبينو پرسنګرونو  پاکستاني مليشو او پوځيانو له خوا ددرندو اوسپکو  وسلو  ګوزارونه  يو شرموونکي او ناوړه تيرى  بلل شوى دى  او دهېواد دساتونکو په ملاتړ او پاکستاني تيري کوونکو ته دغاښ ماتونکي ځواب په ورکولو سره هر ډول سرښبندنې  ته چمتو والي څرګندشوى دى .
په دغو پيغامونوکې سرحدي پوليس شهيد محمد ګل  دهېواد يو اتل  بلل شوى او ويل شوي دي دافغانستان دحريم دساتنې په خاطر ددغه وطن  شهيد سرښندنه  زموږ دخلکو وياړ دى اوددغه پتمن افغان بچي شهادت دټولو  افغانانو په تيره بيا دځوانانو په زړونوکې  دهېواد دځمکني بشپړتيا دساتنې لپاره دځانه تيريدنې اوسرښيندنې  احساس لازيات پياوړي کړى دى
په پيغامونوکې ويل شوي دي که چيرې لازم وي خلک به په زياتې انګيزې سره چې دهېواد دساتنې لپاره يې لري پاکستاني تيرى کوونکو ته دځواب ورکولو لپاره دسيلاوونو په شان  پاڅون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته