-کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
وسله و الو طالبانو تېره شپه د غور ولايت د مرغاب ولسوالۍ نيولى دى .
دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له پراخو برېدونو وروسته چې له دوو ورځو راپديخوا دوام درلود؛ د پوځيانو له وتلو وروسته د دغې ډلې له خوا نيول شوې ده .
د غور د پوليسو وياند عبدالمعروف رامش وويل چې تېره شپه پوځيان له مرغاب ولسوالۍ څخه د دولت يار ولسوالۍ ته په شاتګ وکړ.او اوس د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره بريد ته چمتو کېږي.
هغه وويل په دې جګړه کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول اوڅو تنه نور ټپيان شول .
رامش وويل چې د وسله والو طالبانو د دوو ورځو په برېدونوکې درې سرتيري شهيدان او څلور نور ټپيان شوي دي .
ختم_ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل