کابل باختر د لړم ديرشمه :
دافغانستان دسولې دعالي شورا رييس نن دپاکستان له صدراعظم سره په افغانستان دسولې دبهير په باب خبرې وکړې .
دباختر آژانس دخبر له مخې : په دې کتنه کې دواړو لورو دخبرو ميز ته دطالبانو دراکښلو او په افغانستان کې دسولې دټينګښت په باب خبرې وکړې .
دپاکستان صدراعظم نوازشريف څرګنده کړه چې باثباته افغانستان دسيمې او دپاکستان په ګټه دى .
ده په افغانستان کې دسولې دټنيګښت لپاره هراړخيزه همکارۍ اعلام کړه .
په دغو خبرو کې د پاکستان د نړيوالو چارو او امنيت سلاکار سرتاج عزيز ، دبهرنيو چارو وزير او يو شمير نورو چارواکو برخه لرله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ