کابل / باختر د زمري٢٦مه
د اعليحضرت امان الله خان د اثارو د نندارتون د پرانستلو او د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني پيغام!
نن د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د امان الله خان د اثارو او د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو تر عنوان لاندې يو نندارتون جوړ کړ، چې د دغې پرتمينې او طلايي دورې د خاطرو د احيا کولو په برخه کې يو نيک او د قدر وړاقدام دى.
هغه دوره چې د استعمار په وړاندې زموږ د خلکو مبارزو نتيجه ورکړه او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره يې د دې هېواد د بچيانو ميړانه او زړورتيا نندارې ته وړاندې کوي.
دغه طلايي دوره نه يوازې د خپلواکۍ سوغات راوړنکې ده، بلکې دغه راز يوه داسې دوره ده چې د مدني اصلاحاتو په رامنځته کولو او په هېواد کې د صنعت په ودې سره د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په برخه کې زياتې هڅې وشوې.
د امان الله خان هيله يو آزاد ، خپلواک ، سرلوړى او سوکاله افغانستان و او د اوسني افغانستان خلک هم هوډمن دي چې د هغه ناتمام فصل په بشپړېدو سره په پراخو اقتصادي او فرهنګي پروګرامونو سره يو سوکاله هېواد ولري.
د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د امان الله خان د اثارو او د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو ترعنوان لاندې نندارتون په جوړولو سره د هېواد د خپلواکې د سلمې کاليزې د نمانځنې په خاطر مننه کوم او په دې برخه کې له هغه د زياتو برياليتوبونو هيله کوم.
په پاى کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې له امله ټولو افغانانو او په تېره بيا د ملي موزيم کارکوونکو ته مبارکي وايم.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل