کابل باختر د سلواغې اوومه :
د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې پرون د امنيتي ځواکونو په ګډو پوځي عملياتو کې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د خلکو د سر او مال د ساتنې او د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د کونړ، کاپيسا، روزګان، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ