امنیت

دکورنيو چارو وزير : له فساد سره مبارزه کوو او دپوليسو په صفوفو کې به دفساد کوونکو ځاى نه وي .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال تاج محمد جاهد  دسرپل ، جوزجان ، بلخ او دسمنګانو دولايتونو دامنيتي حالت له څيړلو وروسته تيره شپه بغلان ولايت ته روان شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغه غونډه کې چې په همدې باب دبغلان  ولايت دمقام په تالار کې ترسره شوه دبغلان والي په بغلان ولايت کې  د امنيتي برخو ترمنځ له بشپړې همغږۍ  څخه خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه هغه څه چې په توان کې لري  دسولې او ټيکاو په راوړلو  کې به هلې ځلې وکړي .
دبغلان والي په دغه ولايت کې له موجودو چلندونو څخه يادونه  وکړه او
ويې ويل:  په بغلان ولايت کې دملي اردو يوه لوا او ديوپوځي روغتون جوړولو ته اړتيا ده اوبايد دپوليسو او ملي امنيت په تشکيل کې هم زياتوالى راشي .
وروسته دکورنيو چارو وزير سترپاسوال تاج محمد جاهد دخپل کاري سفر موخه دپوليسو ستونزو ته رسيدل  اود خلکود وړانديزونواوريدل وباله او ژمنه يې وکړه چې وړاندې شوي پيشنهادونو ته  جدي پاملرنه کيږي .
  دکورنيو چارو وزير له امنيتي ځواکونو څخه په قدردانۍ  سره زياته کړه چې موږ له فساد سره مبارزه کوو او دپوليسو په صفوفو کې به دفسادکوونکو ځاى نه وي اوتقرر هم دشايستګۍ پراساس ترسره شي .
ددغې غونډې په دوام وينا والو دامنيتي حالت او دنورو بې پروايي  په باب چې په بغلان ولايت کې شتون لري خبرې وکړې  او ټول په يوغږ سره دفساد دلرې کولو لپاره ژمن يو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته