فرهنګ

د واټونو د نومولو کميسيون غونډه وکړه

کابل باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ د واټونو د نومولو کميسيون غونډه نن جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د کابل او بلخ په ولايتونوکې د څلورو واټونو د نومولو په باب خبرې او غور وشو.
دغه راز په دغو برخوکې د کميسيون غړو خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل او  لازمې پريکړې وشوې .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې د واټونو د نومولو په اړوند د را رسيدلو ليکونو د څيړنې په خاطر دې، د کميسيون غړي زياتې هلې ځلې وکړي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته