امنیت

د افغانستان په ختيځوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه د پخوا په شان دوام لري

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
د افغانستان دختيځ په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه نن هم د پخوا په شان دوام وکړ.
په نويومواردوکې دکونړ، پکتيکا او د نورستان د ولايتونو په ځينو سيمو د ډيورند له کرښې اخوا توغول شوي توغندي لګيدلي دي.
د افغانستان په ختيځ  کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغو بريدونو په بهيرکې د سيمې اوسيدونکوته د سرزيان نه دى اوښتى خو د ځينو کورونو د ويجاړيدو سبب شوي ديى.
په دغو بريدونوکې د پکتيکا او کونړ په ولايتونوکې د ډيورندکرښې ته څېرمه په ځينو سيمو په لسګونو توغندي لګيدلي دي خو ويل کيږي په دغوبريدونوکې د سرزيان نه دى اوښتى.
دغه سرحدي قوماندان زياته کړه چې د پاکستاني پوځيانو په نويوبريدونوکې د استوګنې څو کورونه ويجاړ شوي او يو شمېرڅاروي له منځه تللي دي.
د افغانستان په ختيځ دپاکستاني پوځيانو بريدونه درې کاله مخکې د وري په مياشت کې پيل شول او اوس هم دوام لري .
د ترلاسه شويو شمېرنو له مخې: په تيرو دريو کلونوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا څه ناڅه يوولس زره توغندي د افغانستان دختيځ په ځينو سيمو توغول شوي دي .
  په دغوبريدونوکې تراوسه پورې څه ناڅه سلو تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغو راکټي بريدونو قربانيان او ټپيان زياتره ملکي وګړي او دسيمي اوسيدونکي دي .
دپاکستان پوځي مقاماتو او ډيپلوماتيکي مسوولينو تراوسه پورې په افغانستان  دخپلو يو اړخيزو راکټي بريدونو په باب څرګند دلايل نه دي وړاندې کړي.
زياتره نظامي اوسياسي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان په تېره بيا ددغه هيواد د استخباراتو سازمان آى اس آى غواړي چې ددغو بريدونو په زياتولو سره چې د ډيورند دکرښې ځيني غاړې بد امنې او له استوګنې څخه تشې کړي او وروسته د تروريزم هغه پټنځي چې تراوسه پورې د ډيورند له کرښې اخوا دي؛ د پولې دې غاړې ته وليېږدوي چې دغه هيواد د تروريزم د ملاتړو او سمبالولو له ملامتيا څخه وژغورل شي.
د پاکستاني پوځيانودغه يو اړخيز راکټي بريدونه تراوسه پورې د افغانستان د دولت او د مدني ټولنې او د بشري حقوقو د بنسټونو غبرګونونه له ځان سره لري، خو دغو غبرګونونو مثبتې نتيجې نه دې لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته