امنیت

د کورنيوچارو وزارت سرپرست په هېوادکې د امنيتي حالت د ښه والي لپاره امنيتي مسوولينو ته مشخصې دندې وسپارلې

کابل   باختر  دکب  دوه ويشتمه :
د کورنيو چارو وزارت سرپرست ډګرجنرال تاج محمدجاهد د پوليسو جګپوړو قوماندانانوته لارښوونه وکړه چې په هېوادکې د امنيتي حالت د ښه والي او د پوليسو د ځواکونو په کړنوکې د لازيات تحرک د رامنځته کولو په لاره کې زياتې هڅې وکړي .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين، ستر پاسوال  عبدالرحمن رحمن، معيينان، د مرکز د اپاراتو رييسان، د پوليسو د اته ګونو زونونو قوماندانان، د سرحدي زونونو، عامه نظم او د پوليسو د خاصو قطعاتو قوماندانان حاضر و، د اوسنيو امنيتي ستونزو د څيړنې او د حل د لارو چارو د لټونې په ترڅ کې، د امنيتي حالت د ښه والي، د پوليسو د ځواکونو د سر د زيان د کمښت او مخنيوي او د پوليسو د اوسنيو اړتياوو د لرې کولو په باب هراړخيزې  خبرې وشوې او د کورنيو چارو وزارت له خوا په هېوادکې دامنيتي حالت دښه والي په لاره کې امنيتي مسوولينو ته مشخصې دندې وسپارلې شوې.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست د پوليسو بېلابېلو کچوکې په ښې همغږۍ او له نورو امنيتي او دفاعي بنسټونو او ملکي ادارو سره د همغږۍ په پياوړتيا باندې په ټينګار سره د پوليسو جګپوړو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د کشفي او اطلاعاتي دستګاوو د پياوړتيا او له خپل وخت مخکې له مخکې د تدبيرونو د نيولوپه موخه د اطلاعاتو د ورکولو، د محاربوي احضاراتو د کچې د لوړولو، د روزنيزو پروګرامونو د پرمختيا او په تروريستي ډلو د ځپنده ګوزارونو د کولو په لاره کې د امنيت د ښه والي او د عملي اقداماتو په موخه د عامه نظم د پوليسو سرحدي پوليسو او د سيمه ئيزو پوليسو د ځواکونو د لازيات سمون په موخه زياتې هلې ځلې وکړي .
په همدې حال کې د پوليسو  د چارو لوى رييس لوى پاسوال محمد سالم احساس او د پوليسو يوشمېر نوروجګپوړو قوماندانانو چې په غونډه کې حاضر وو؛ د اوسنيو چلنجونو د لرې کولو او د حل د مناسبو لارو د پيداکولو په مقصد خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته