اقتصاد

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شولې يو شپيته زره کروندګر روزلي دي

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د کرنې او اوبو لګولو وزارت مقامات وايي چې تر اوسه پورې د شولې ٦١ زرو تنو کروندګرو په افغانستان کې فني او تخنيکي زده کړې کړې دي . 
د کرنې او اوبو لګولو وزارت باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د کرنې او اوبو لګولو وزارت د کرنې له مرستندويو بنسټونو سره په همکارۍ کې په تيرو پنځوکلونوکې د شولې يو شپيتو زرو تنوکروندګرو ته د عملي او نظري زده کړې زمينه برابره کړې ده.
افغانستان په نړۍ کې د وريجې يو توليدونکي او لګښتي هيواد دى. اټکل کيږي چې په افغانستان کې هر وګړي په کال کې څه ناڅه ٢٠ کيلوګرامه وريجه کاروي.
همدا اوس د افغانستان په اتلسو ولايتونوکې کندز، تخار، بغلان، ننګرهار، لغمان ، کونړ، بدخشان ، بلخ ، خوست ، پکتيا ، دايکنډي ، سرپل، باميان، کابل، کاپيسا، غور، پروان او بادغيس کې په ٢٢٠ زره هکتاره ځمکه کې شوله کرل کيږي.
په هيوادکې د وريجې کلني محصولات مخ په زياتوالي او وده دي. په همدې حال کې تېر کال د دغو ولايتونو له کروندو څخه ٥٣٧  ټنه وريجه ترلاسه شوې ده .
تر اوسه پروې د شولې ١١ زرو تنو کروندګرو په مستقيم ډول او٥٠ زرو تنو په غير مستقيم ډول د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د هيواد په ګوټ ګوټ کې  د شولې د کرکيلې روزنيزې دورې تيرې کړې دي.
د وريجو د محصولاتو راټولولو او کارکوونکو ته يې د هغو وړاندې کول اوږد، پيچلي او له ستونزو ډک بهيرونو ته اړتيا لري .
همدا اوس د شولې د پروسس دوه سترې فابريکې د ننګرهار او کندز په ولايتونوکې فعاليت کوي چې تر زياتې اندازې پورې يې د بازار غوښتنه کمه کړې ده او د هغو پروسس شوې  وريجې ښه کيفيت هم لري .
په دې وروستيو وختوکې دوست هيواد چين د کرنې او اوبو لګولو له وزارت سره  د شولې د کرکيلې د ١٠٠ ماشينونو مرسته کړې ده چې دا کار کولاى شي د شولې د کرکيلې په بهيرکې تر زياتې اندازې پورې له بزګرانو سره مرسته وکړي . 
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په ښه توګه د شولې د رواجولو او تحقيق په مقصد په بېلابېلو ولايتونوکې نمايشي قطعات جوړ کړي دي.
په دې لاره کې فعاليت د دې سبب شوى دى چې په نمايشي قطعاتوکې د وريجې حاصلات په يو هکتارکې له دوو ټنو څخه 9.6 تنو ته ورسيږي چې دا په خپله د شولو کروندګرو ته يوښه برياليتوب دى.
دغه پرمختګونه د فني او تخنيکي زده کړو لپاره د مرستو د جلبولو او پرمختللو او عصري وسايلو او د کرکيلې د وسايلو او ماشين آلاتو او له بدوي سيستم څخه په عصري او پرمختللو بڼو د کرکيلې د لارو چارواو د حاصلاتو د راټولولو د بدلون په  لاره کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د هڅو او هاند محصول دي.
د جاپان هيواد په افغانستان کې د شولې د کرکيلې په لاره کې ډير ستر مرستندوى دى او په دې لاره کې يې د مسلکي کادرونو د روزنې ترڅنګ په عصري وسايلو د لاس بري، د شولې د کرکيلې د نويو لارو چارو د برابرولو او د وريجې د ترلاسه کولو امکانات د افغانستان کروندګرو ته برابرکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته