ښوونه او روزنه

دميدان وردګو په ولايت کې د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو کارپيل شو

کابل باختر دکب څلورمه :
دميدان وردګو په ولايت کې د پوهنتون د ودانۍ د جوړولوکار د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولايت د والي له خوا پيل شو.
دغه پوهنتون  دسيد آباد ولسوالۍ دتوپ دشت په سيمه کې د دوه زره جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي.
د ميدان وردګو والي د دغه پوهنتون دبنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې وويل: په دغه ولايت کې د پوهنتون جوړول د افغانستان ملت په تېره بيا ددغه ولايت خلکو ته يو تاريخي ګام دى .
  خوږياڼي دغه راز دهيواد له جمهور رييس، د لوړو زده کړو له وزارت او په ملي شورا کې ددغه ولايت له استازو څخه په دې لاره کې د هلوځلو له امله مننه او قدرداني وکړه .
په دغو مراسموکې د لوړو زده کړو سلاکار شيربازځدران ددغه وزارت د وزير  ډاکتر عبيدالله  عبيد د مبارکۍ پيغام ولوست.
په پيغام کې ژمنه شوې ده د لوړو زده کړو وزارت به هلې ځلې وکړي چې دغه پوهنتون په معياري ډول جوړ کړي چې ټول محصلان په ښه توګه پکې زده کړه وکړي .
په ولسي جرګه کې  د ميدان وردګو ولايت د خلکو استازي شير ولي وردګ هم ددغه پوهنتون جوړول د هيواد دبچيانو د روزنې او د علم او پوهې د زده کړې په لاره کې ارزښتناک ګام وباله .
دميدان وردګو د والي د ويندوى دڅرګندونو له مخې: دغه پوهنتون به په لومړي ګام کې د کرنې، اقتصاد، ادبياتو او د ښوونې او روزنې پوهنځي ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته