فرهنګ

دالمان ددولت دهمکاريو دمشاورتي پاليسۍ پرانستي صندوق پروژه په اطلاعاتو دلاسبري له کميسيون يره همکاري کوي .

کابل باختر  دمرغومي شپږمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  او په اطلاعاتو دلاسبري دڅارنې دکميسيون رييس سيد اکرام افضلي  نن دجي اى زيت  دمشاروتي پاليسۍ دپرانستي صندوق دپروژې له رييس سره په کتنه کې  له دغه کميسيون سره ددغه بنسټ دملاتړ غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  د هېواد  دمرکز او ولايتونوکې په اطلاعاتو دلاسبري  له کميسيون سره  ددغه بنسټ دملاتړ اوهمکارۍ ، دروزنيزوپروګرامونو دجوړولو او ددولتي ادرو داستازو دظرفيت دلوړولو په اړوند خپلې يولړ نظريې  او وړانديزونه طرحه کړل او ددولتي ادارو له خوا په اطلاعاتو دلاسبري دبهير داسانه کولو ، په کابل کې په اطلاعاتو دلاسبري دکميسيون دجوړښت دپياوړتيا او دهغه دمالي او تخنيکي ملاتړ په باب خبرې وشوې .
دغونډې  دکار په دوام په اطلاعاتو دلاسبري دڅارنې  دکميسيون رييس  سيد اکرام افضلي  ددغه کميسيون او دترسره شويو کارونو او ددغه کميسيون دلارې پرسر دپرتو ستونزو او خنډونو په باب مفصل معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې  يې دتخنيکي  اومشورتي همکاريو غوښتنه وکړه .
دغه راز دجي اى زيت دمشاورتي پاليسۍ دپرانستي صندوق دپروژې رييس  استيفن لاواج  او ددغه بنسټ دپروګرامونو سلاکار محمد هاشم ددې  تر څنګ  چې ددغومسئلو په باب خپلې نظريې څرګندې کړې په دغو برخو کې يې ددغه بنسټ دهکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته