فرهنګ

د صداي زن سيمه ييزه راډيو په فراه کې په خپرونو پيل وکړ

کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
د فراه والي تاج محمد جاهد په دغه ولايت کې د ښځو لومړنى سيمه ييزه راډيو پرانستله.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په فراه ولايت کې جوړه شوه د فراه والي د ولايتي شورا رييس د اطلاعاتواوفرهنګ رييس او د فراه د دولتي بنسټونو مسوولينو پکې ګډون کړې و.
د فراه والي تاج محمد جاهد د فرهنګ په بډاينه او د ښځو په پوهاوى کې د راډيو رول اغيزمن وباله او زياته يې کړه چې د دغه ولايت ښځې به وکولاى شي چې خپل غږ د دغې راډيو له لارې د دولتي بنسټونو ټولو مسوولينوته ورسوي .
د فراه د ولايتي شورا رييس د صداي زن راډيو د جوړولو هدف په دغه ولايت کې د ښځو او ځوانانو د ستونزو څېړنه وبلله او زياته يې کړه چې د فراه سيمه ييزه اداره د دغه اقدام په ستاينې سره له دغې راډيو سره د هرراز همکارى ژمنه کوي .
د فراه داطلاعاتواوفرهنګ رييس بنيامين بارز وويل چې په دغه ولايت کې ٦ خصوصي راډيويي او دوه ټلويزيوني دستګاوې فعاليت کوي .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته