امنیت

پنځه ويشت ډار اچوونکي په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې د ميدان وردګو په سېدآباد ولسوالۍ کې د پوليسو ځواکونو په عملياتوکې چې پرون ترسره شول؛ ٢٥ وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: وسله وال مخالفين کله کله په دغې ولسوالۍ کې له خپلو پټنځيو څخه په استفادې سره په کابل – قندهار لويه لاره کې د مسافرانو د ځورونې سبب کېدل، اوس د کورنيو وزارت وياند وايي چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د ډار اچوونکو پرځالو بريدونه وکړل او تېره شپه يې ٢٥ دښمنان ووژل.
هغه وويل چې په عملياتوکې دوسله والو طالبانو يوه قرارګاه هم له منځه وړل شوې ده.
په عملياتوکې د وسله والو طالبانو څو ماينونه، وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته