فرهنګ

دهرات دمصلي منار ترميمولو لپاره هلې ځلې

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
دهرات په مصلي کې دډير  لرغوني منار په باب تحقيقاتي کار پيل شوى دى.
دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دفرهنګ آمر  احمدجاويد ضرغام  وايي  دغه طرحه ديونسکو دسازمان له خوا   داطلاعاتو اوفرهنګ درياست په همغږۍ پيل شوې ده .
ضرغام وويل ؛ ددغې طرحې له  مخې ، دپنځم منار دننه  پاک شوى دى اودهغه  په باب دتحقيقاتو  دپيل پروګرام  دهغه دويجاړيدو دمخنيوي په خاطر دټينګښت طرحه تر لاس لاندې نيول شوې ده.
جاويد ضرغام نن دتاريخي آبداتو له يوشميرمسوولينو سره  ددغې طرحې بهير وکوت.
ديادونې وړ ده  پنځم منار چې دهرات په مصلي کې ډير لرغونى منار دى  د ګوهرشاد بيګم دمدرسې او جومات له پاتې شونو څخه دى  چې دشاهرخ مرزا په دوره کې جوړ شوى دى.
د هرات مصلي دملکې ګوهرشادبيګم له خوا د پنځلسمې ميلادي
پيړۍ په وروستيو کې طرحه او دهغې  تر نظرلاندې جوړه شوه   چې
دافغانستان  له سترو وياړنو څخه شميرل کيږي .
دمورخينو او څيړونکو دنظريو له مخې  ؛دمصلي منارونه  دسلطان حسين دمدرسې د ودانۍ  له څلورو څنډو پاتې شوې  دي  چې  کاشي کاري  او ښکلې  انځورګري يې  هر ليدونکى حيرانوي  او داسې عقيده شته  چې ددغو منارونو دانځورګرۍ  کارونه د  کمال الدين بهزاد دهنري ښوونځي  له کارونو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته