سیاست

تبصره

 کابل باختر دوري  پنځمه :
هغه تروريستي  پيښې  چې وړمه ورځ دبلجيم  په بروکسل کې رامنځته شوې  ، ددې څرګندوې دي چې تروريزم پوله نه پيژني په يوه ټاکلې  جغرافيه کې نه پاتې کيږي بلکې يوه ناوړه  او کرغيړنه  پديده ده چې نن دځمکې په کره کې بشريت  ګواښوي .
دباختراژانس مبصر ليکي .
وړمه ورځ دبلجيم  په بروکسل ښار کې حساسې سيمې دزړه  بوږ نوونکو  ډګر و .
ددغه ښار په نړيوال هوايي ډګر کې دوو چاودنو او دبروکسل  په مترو کې  ځانمرګي بريد وښودله چې اروپا هم له تروريستي  ګواښونو څخه خوندي نه ده بلکې تروريستان کولاى شي په اروپايي  ښار کې هم حالت لړزنده کړي .
  په بروکسل کې وروستيو تروريستي پيښو ته سازمان ورکول نه يوازې په اروپا کې دتروريستانو قدرت ښودنه نندارې ته وړاندې کوي  بلکې  دغو ډلو ته يو تبليغاتي فرصت هم برابروي او ښيي چې دوى کولاى شي  دناتو دپوځي سازمان په مرکز چې په عراق ، سوريه ، افغانستان او دنړۍ په نورو سيمو کې دتروريستي ډلې پرخلاف  په عملياتو بوخت دي ، بريد وکړي هغه څه چې په بروکسل کې رامنځته شول دنړې په ګوټ ګوټ کې يې يولړ غبرګونونه  راوپارول او له ختيځ او لويديځ  څخه د نړۍ مشرانو د بلجيم دخلکو په ملاتړ خپل  غږ اوچت کړ او دامريکا  جمهور رييس ددغې پديدې پرخلاف دنړيوال پيوستون غوښتنه وکړه .
هغه څه چې وړمه ورځ په بروکسل کې رامنځته شول هغه وينه چې له امله يې  تويه شوه او هغه کړاو چې له دې امله رامنځته شو او له دې امله رامنځته شوى درد دبل هر هېواد دخلکو په نسبت افغانانو ته ددرک وړ دى  ځکه افغانان  هره  ورځ دبروکسل دپيښې په شان د پيښو شاهدان دي او هره ورځ د ځانمرګو بريدونو اوچاودنو له امله دافغانانو وينه توييږي  او هېواد يې ورانوي . اوس چې دتروريستانو پښه اروپايي  هېوادونو ته رسيدلې ده، په يقيني  توګه دافغانستان  دخلکو درد اوکړاو ددرک وړ دي که چيرې اوس په بروکسل  کې پيښه رامنځته شوه او په دې وروستيو وختو کې پاريس دزړه بوږ نوونکۍ تروريستي پيښې ډګر و  په افغانستان  کې دتير هجري لمريز کال په بهير کې  اتيا ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې بل هيڅ هېواد ددغه شان درندو جنايتونو ډګر نه و .
ستونزه  په دې کې ده چې نن ورځ نړۍ له ډول ډول بنسټپالنې سره مخامخه  ده هغه پديده چې دتروريستي  ډلو دجوړولو لپاره زمينه برابروي .
همدغه ډلې په عمده توګه په هېوادونو او سيمو کې  دځان لپاره دپښې ايښودلو  ځاى پيداکوي چې په هغه کې دامنيت  له نشتوالي څخه نيولې تر اقتصادي بې وزلې پورې ټاکلې  ستونزې او  نيمګړتياوې شتون ولري  .
نن ورځ عراق ، سوريه ، سوماليا او افغانستان له بل هر هېواد څخه زيات دتروريستي ډلو دپاملرنې په مرکز کې دي او له بده مرغه دنړۍ يوشمير  هيوادونه په تيره بيا ددغو هېوادونو ځينې ګاوڼدي هېوادونه چې دټاکلو موخو په لټه کې دي له تروريزم او بنسټپالنې  څخه  دوسيلې په توګه کار اخلي او هلې ځلې کوي  چې تروريستي ډلو ته يوه ټاکلې جغرافيا رامنځته شي .
  په يوه خاص ځاى او جغرافيا کې ددغو جنايتکارانو دډلو دمشرانو شتون تروريزم  اوبسټپالنې ته نوي او پيچلي اړخونه ورکړي دي .  او تر هغه وخته پورې چې دخلافت اوامارت په شان نومونه له دوى څخه وانه خيستل شي نه به کابل امن وي ،  نه پاريس او نه بروکسل دنړۍ په کچه  دتروريزم  دستونزو پيچلې کيدل دغه اړتيا لاپسې  جدي کړې ده چې ټول دديني اوجغرافيايي اړيکو په پام کې نيولوپرته دتروريزم  د کنترولولو لپاره يو موټي شي اوتر هغه وخته پورې چې د خلافت اويا امارت قلابي نومونه چې په اصل کې تروريستي او استخباراتي پروژه ده له هغوى څخه وانه خيستل شي سخته ده چې دمصوونيت او بشري حقوقو درعايتولو  خبرې وکړو .
دغه ډلې خپل فعاليتونه يوازې په افغانستان ، عراق او سوريې  پورې اړوند نه بولي دوى په ډانګ پيلي ډول نورو هېوادونو ته دبنسټپالنې  دصادرولو لپاره خپل خوب بيانوي داکار موږ دې ته اړ باسي چې  په تفکر سره دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دتروريزم پرخلاف مبارزې ته ورودانګو او داکار به هغه وخت ګټور وي چې ټول دتروريزم په باب يوشان او  واحد تعريف ولري نه داچې تروريزم په افغانستان کې درد او کړاو او واقعيتونو سره تعريف شي  اسلام اباد سيلقوي  تعريف ورڅخه وکړي او لويديځ وال کله چې له ستونزې سره  مخامخ شي په دې باب خپل تعريف  ولري که چيرې موږ نن دتروريزم دکنترولولو او پاى ته رسولو لپاره يو موټي نه شو نه شو کولاى په راتلوونکي کې تکرار يې منتفي وبولو  غندل او له زيانمنو شويو هېوادونوسره دملاتړ اعلامول هغه هم دتربيون له لارې دحل لاره نه ده  تروريستانو او دهغوى له ملاتړوسره بايد په پريکنده ژبې  خبرې وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته