امنیت

په غزني کې د وسله والو طالبانو له خوا د تښتول شويوکسانو آزادول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې تښتول شوي کسان آزاد شول.
دغه کسان دوه ورځې مخکې له غزني ولايت څخه د پکتيکا ولايت ته روان وو چې د وسله والو طالبانو له خوا د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې وتښتول شول.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو پنځه تنه تښتول شوي کسان آزاد کړي دي.
خو د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسوال وايي  وسله والو طالبانو د لسو ليږدونکو وسايطو نږدې٥٠ تنه سپرلۍ له ځان سره بيولې دي.
د ده د څرګندونو له مخې: وسله والو طالبانو ٤٨ تنه آزاد کړي او ٢ تنه نور لا تراوسه پورې له هغوى سره دي او د هغوى د آزادولو لپاره هم هلې ځلې دوام لري.
د دغې سيمې يوه اوسيدونکي عبدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل: تښتول شوي کسان سيمه ييز پوليس او جنايي د دوى د کورنيو غړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته