امنیت

په بغلان کې د يو تښتول شوى ماشوم پلار له دولت څخه خپل زوى غواړي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٩
په بغلان ولايت کې د يو تښتول شوى ماشوم کورنۍ له دولت څخه غواړي چې د هغوى زوى بېرته کورته راولي .
دولس کلن ماشوم انصار الله دنيکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ د يوې ډلې وسله والوکسانو له خوا د خوست ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول شو.
ددغه ماشوم پلار شمس الله وايي چې دڅه ناڅه دريو مياشتو په تيريدو سره دخپل زوى له حالت څخه خبرنه دى .
دا په داسې حال کې چې ژړل يې؛ دباختر آژانس خبريال ته وويل چې څو ځلې دخوست ولسوالۍ امنيتي مسوولينو ته يې مراجعو کړې ده؛ خو هغوى تراوسه پورې د تښتوونکو له منګلولو څخه د ده دماشوم دخلاصون په برخه کې کوم جدي اقدام نه دى کړى  .
ددغه ماشوم پلار وايي: درې مياشتې کيږي چې زما زوى انصارالله تښتول شوى دى. هغه دښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکى دى؛ نه پوهيږم چې اوس چېرته دى؛ ژوندى دى او که مړ؟
دبغلان ولايت دخوست ولسوال حاجي سنګين محمد باختر آژانس ته وويل : امنيتي ځواکونو ددغه ماشوم په تښتولوکې دلاس لرلو په تور ددغې ولسوالۍ شپږ تنه اوسيدونکي نيولي دي او ټاکل شوې ده دوه ښځې چې مشکوکې دي؛ هم ونيسي.
ده وويل : دوه ښځې چې ددغې انسان تښتونې له عاملينو څخه دي؛ هم دپوليسو له خوا نيول شوې دي .
دا په داسې حال کې ده چې دسيمې اوسيدونکي وايي: امنيتي ځواکونو پرون ددغه ماشوم جامې او کوښې له سيند څخه کشف کړې دي .
تراوسه روښانه نه ده چې دغه ماشوم د انسان تښتوونکو له خوا وژل شوى دى ياڅنګه؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته