نړۍ

په غزه کې څه ناڅه لس زره کورنۍ سملاسي ميشت کولو ته اړتيا لري

تهران -ايرنا- باختر د زمري دمياشتې ١٨
د فلسطين د اسيرانو او مهاجرينو د چارو وزير شوقي العيسه اعلام وکړ چې د اسراييلو د وروستيو وحشيانه بريدونو په تعقيب غزه له ناتار ډک بشري حالت سره مخامخه ده او همدا اوس څه ناڅه لس زره کورنۍ د خپلو کورونو د ويجاړيدو په دليل سملاسي ميشت کولو ته اړتيا لري.
باختر آژانس د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: د فلسطين د اسيرانو او مهاجرينو وزير د رام الله په ښارکې د مصر له سفير وايل عطيه سره په کتنه کې وويل چې د اسراييلو اردو په دې موده کې د غزې د بې دفاع خلکو پرخلاف د خپلو ټولو پوځي ځواکمنتياوو څخه په استفادې سره ١٩٠٠ تنه شهيدان کړل او  څه ناڅه لس زره تنه يې ټپيان کړل چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
شوقي العيسه دغه راز د اسراييلو د وروستيو بريدونو له امله دغزې د خلکو وژلو او زيانونو او د کورونو او بنسټيزو تاسيساتو ويجاړلو ته په اشارې سره ويلي دي: اوس څه د پاسه لس زره بې کوره کورنۍ سملاسي ميشت کولوته اړتيا لري.
ده زياته کړه: د هغوکسانو شمېر چې د غزې په تړانګې د وروستيو بمباريو له امله مهاجر شوي دي؛ څه ناڅه څلور سوه پنځوس زره تنه اټکل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته