ټولنه

دميدان وردګو والي : سالم چاپيريال په سالمه توګه دانسان دروزنې سبب کيږي .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دژوندانه دچاپيريال ساتنې دعامه پوهاوي پروګرام پرون دميدان وردګو په ولايت کې پيل شو.
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې روزنيز پروګرام  کې دميدان وردګو ولايت په کچه کابو دوه سوه تنو ګډون کړى دى .
دميدان وردګو والي انجنير زندي ګل زماني په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه  وويل :هغه پروګرامونه چې دخلکو ذهنونه دژوندانه دچاپيريال په معنوي ارزښت خبروي  ارزښتناک دي او موږ ټول بايد دخپل ژوندانه د چاپيريال ساتنې مسوول واوسو او دخپل چاپيريال دسمسورتيا او پاک ساتلو په برخه کې هڅه او هاند وکړو .
ده زياته کړه چې سالم چاپيريال دانسان دسالمې روزنې سبب کيږي نو بايد ديو سالم چاپيريال  او ټولنې  د لرلو په خاطر هڅه او هاند وکړو .
دافغان عامه سوکالۍ د موسسې رييس انجنير سيد رحيم او دغير دولتي ادارو دچارو دسمون اجراييو رييس انجنير  بريالي عمر زي ددغه پروګرام دموخو او هدفونو په باب  چې ددوو کلونو لپاره به دوام ومومي رڼا واچوله او ويې ويل  دعامه پوهاوي دغه پروګرام به دژوندانه دچاپيريال په وړاندې دمسووليت په منلو  کې دټولنې دټولو قشرونو دهڅونې ، دونو دغوڅولو او دځنګلونو دله منځه تللو دمخنيوي، دکثافاتو  دتوليد دمخنيوي ، دبې ځايه لګښتونو دمخنيوي او دتيلو ، ګازو او اوبو په ګډون له  طبيعي  سرچينو څخه داقتصادي استفادې،  دهوا دککړتيا دمخنيوي  او دفرهنګ  جوړولو او داصلي سرچينو دپيژندنې  لپاره دروزنيزو پروګرامونو داجرا کولو په باب چې د هوا دککړتيا سبب کيږي  تمرکز وشي .
په دې پروګرام کې دوه سوه څلويښت  تنه روزل کيږي او وروسته ددوى له لارې په کليو اوبانډو کې دټولنې نورو کسانو ته دژوندانه دچاپيريال ساتنې په باب معلومات ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته