روغتیا

د کرونا ویروس پنځه نوې پېښې په پنجشېر کې ثبت شوې

کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست وايي چې د کرونا ویروس ٥ نوې پېښې نن په دغه ریاست کې ثبتې شوې دي.
د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکټر شېردل دانش د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د پنځه مثبتو پېښو په ثبت سره، په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۵۴ ته ورسېد.
هغه زیاته کړه چې يادې پېښې د پنجشیر په شتل، عنابې، رخې او خنج ولسواليو کې ثبت شوې دي.
هغه وویل چې په کرونا ويروس د اخته کسانو له جملې څخه تراوسه ۲۰۸ تنه روغ شوي او ١٥ تنه نور مړه شوي دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته