کابل/ د وږي ۷مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له لیکوال او ژورنالیست اکمل داوي سره د ټلیفوني خبرو پرمهال نوموړي ته د هغه د نوي کتاب ”اکبرخان – مینه او جګړه“ تاریخي ناول مبارکي وویله.
جمهوررئیس غني له اکمل داوي سره د خبرو او د هغه د کتاب د ستاینې پرمهال وویل، دغه تاریخي ناول یې لوستی او زموږ د ویاړلي تاریخ په اړه باید لا ښې او معیاري لیکنې وشي.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره به لیکوالو ته اړینې او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د هیواد جمهوررئیس د دغې ټلیفوني مکالمې پرمهال ښاغلي داوي ته ځینې مهمې او موثقې سرچینې هم ور وښودلې چې د تاریخي لیکنو او کتابونو لپاره ورڅخه استفاده کېدلی شي