امنیت

څلور پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې ديرش تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر دوري  يوولسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونو کې پرون  د امنيتي ځواکونو دګډو عملياتوپه بهير کې  څلور پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، درې ديرش تنه ټپيان او نهه تنه يې ونيول شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دغه عمليات  دخلکو دسراو مال  دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  ترسره شوي و .
دغه  ګډ عمليات  دهېواد  دامنيتي او دفاعي ځواکونو  له خوا دهوايي او توپچي  قوتونو په ملاتړ  دننګرهار  ، کاپيسا ، پکتيکا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، هرات ، فراه ،  فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته