ټولنه

دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان دسولې له بهير سره يوځاى شو .

کابل باختر دزمري  اتمه

 په بدخشان ولايت کي دوسله والو طالبانو سيمه ئيز قوماندان ملا عبدالفتاح له خپلو  نهو تنو افرادوسره  له جګړي لاس واخيست او عادي ژوند يې غوره کړ .

 مخکي له دې  له خپلو افرادوسره دارګو او درايم په ولسواليو کې دافغان او ناتو ځواکونو سره په جګړه کې  و .

 دبدخشان دوالي ويندوى عبدالمعروف  راسخ  باختر اژانس ته وويل  چې دغه سيمه ئيز قوماندان ددغه ولايت  دسولې دعالي شورا او دملي امنيت په هلوځلو سره دسولې په پروګرام  سره يوځاى شوي دي .

 ملا عبدالفتاح  په فيض اباد کې دخپل پيوستون په وخت کې وويل  چې له  دي وروسته  به دخپل هيواد په بيا رغاونه او دامنيت په تامينولو کې هلې ځلې وکړي ،

 ده له نورو افغاني طالبانو  څخه وغوښتل  چې نور دپرديو له خوا  نه غوليږي او له ويجاړولو لاس  اخلي .

 دبدخشان  دسولې دشورا يو مسوول آمر الله حبيبي  وايي چې دغه سيمه ئيزقوماندان  خپلي لس ميله سپکي او درندي وسلي دسولې پروګرام ته سپارلي دي .

 دوړاندې شويو شميرنو له مخې دروان لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې دوه سوه تنه وسله والوطالبانو په  بدخشان ولايت کې له جګړي لاس   اخستي او عادي ژوند ته ستانه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته