نړۍ

په فرانسه کې دفلسطين دخلکو په ملاتړ مظاهرې په تاوتريخوالي واوښتې

پاريس ايرنا   باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
دغزې له خلکو سره  په ملاتړ کې  په پاريس کې  دزرګونو تنو پرونۍ مظاهرې  په تاوتريخوالي  او له پوليسو  سره په نښتې واوښتې .
دفرانسپرس دخبري آژانس دخبرله مخې :  دپاريس څو زرو تنو خلکو پرون  ددغه ښار په واټونو کې  سوله ييزې مظاهرې وکړې او د شعارونو  په ليږدونې سره يې دفلسطين دخلکو  له مقاومت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
خودغه سوله ييزې مظاهرې وروسته په باستيل ډګرکې په تاوتريخوالي  واوښتې او پوليسو د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو سره هلې ځلې وکړې چې قهرجن  مظاهره کوونکي  خواره  واره کړي .
نا آرامۍ دتيرې شپې تر لومړيو شيبو پورې روانې وې او پوليسو دشپږو تنو مظاهره کوونکو دنيولو خبر ورکړ .
ددغه خبرله مخې: دفرانسې دشمال په ليل ښارکې هم نږدې شپږو زرو تنو  دفلسطين دخلکو په ملاتړ سوله ييزې مظاهرې وکړې .
داسرائيلو پوځي ځواکونو دتيرې سه شبنې په ورځ  دچنګاښ دمياشتې له اوولسمې نيټې څخه دغزې په تړانګې هوايي بريدونه پيل کړل چې په دې موده کې نږدې ١٧٠  تنه فلسطينيان وژل شوي دي چې دملګرو ملتو د سازمان د رپوټ له مخې په سلو کې اويا يې  ملکيان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته