امنیت

په روزګان کې د طالبانو يو جګپوړى قوماندان ونيول شو

 کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹مه
د وسله والوطالبانو د ډلې يو جګپوړی قوماندان په روزګان ولايت کې ونيول شو .
مولوي محمود له خپل ورور سره یې چې هغه هم د وسله والو طالبانو د ډلې غړى دى، تېره شپه د ترينکوټ ښار ته څېرمه په يوه کورکي ونيول شو.
د روزګان ولايت يوه جګپوړي امنيتي مقام باختر اژانس ته وويل چې مولوي محمود هڅه کوله په دغه جنوبي ولايت کې په څو سيمو کې نوي ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي چې ونيول شو.
مولوي محمود پخوا د طالبانو له خوا دترينکوټ د ښاروال په توګه نومول شوى و او اصنافو د ده له خوا په زور سره د پيسو اخيستلو له امله په تنګ شوي و او دى په روزګان ولايت کې پر پوځيانو او ملکي وګړو د لسګونو مرګانيو او ډار اچوونکو بريدونو عامل بلل شوى دى.
پاى سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته