ټولنه

په بدخشان کې دلوبو ديوکانال دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
دنړيوال بانک په مرسته  دپنځه نيمو مليونو امريکايي  ډالرو په لګښت دبدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار  کې دسنګ مهر داوبو  دکانال دبيا جوړولو کار نن پيل شو .
دبدخشان ولايت داوبو دتنظيم دادارې رييس انجنيرمحمد رفيع  بهمن وايي چې دغه کانال څلويښت کاله مخکې جوړ شوى  و  چې اوس دفيض اباد ښار اوسنيو وګړو ته ځواب نه شي  ويلي  په همدې دليل دبياجوړولو کار يې ترلاس لاندې ونيول شو .
ښاغلي بهمن  وايي چې دسنګ مهر کانال دپنځه ويشتو کيلومترو په اوږدوالي بيا جوړيږي چې له اقتصادي  او دکرنې له پلوه دبدخشان  ولايت ته ډير ارزښتناک دى .
دى وايي چې دغه کانال دڅلور متره مکعب  اوبو په ظرفيت جوړيږي .
دبدخشان ولايت داوبو دتنظيم دادارې رييس دڅرګندونو له مخې، دسنګ مهر کانال دبدخشان ولايت له سترو کانالونو څخه بلل کيږي چې په جوړولو سره يې دلسګونو هکتاره  ځمکې  دخړوبولو لپاره زمينه برابريږي  اوهم به حاصلات يې لوړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته