سیاست

محمدکريم خليلي : داغيزمنو ولايتي ادارو په جوړولو سره کولاي شو زياتي ستونزي حل کړو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٩ :
په ملي شورا کې دنورستان يوشمير وکېلانو نن له غرمې وروسته د جمهوررييس له مرستيال محمد کريم خليلي  سره وکتل.
دجمهوري  رياست   مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته  خبر ورکړ  په دې کتنه کې  چې دنورستان دولايتي شورا رييس اومرستيال  هم برخه لرله  دکتنې برخه والو دنورستان ولايت دخلکو دستونزو دڅيړنې په لاره کې دبې پروايي  اوغفلت په خاطر  ددغه ولايت    له سيمه ييزو مسوولينو  څخه دشکايت دڅرگندولو په ترڅ کې وويل چې بيلابيلو مراجعو ته له مراجعې سره سره  تراوسه پوري  ددوى غوښتنو ته  کومه  پاملرنه نه ده شوي  . 
دوى دغه راز ناامني  دمواصلاتي لارو نشتوالې دطبيعي  پيښو له  امله زيانمنوشويو کسانو ته دسيمه ييزو مسوولينو نه  ځواب ورکول  اونه  څيړنه  دکلينيک  او دروغتيايي  امکاناتو کمښت   دښوونځيو نشتوالې  اودبنسټيزو  پروژو   نه اجر اکېدل ددغه ولايت  دخلکو اساسي  ستونزې وبللې  او دخپلو ستونزو دحل  کولو په لاره کې يې ددولت دمشرتابه  هيئت دجدي پاملرني غوښتنه وکړه.
په دې  کتنه کې  چې له پيښو سره  دمبارزي  دملي اداري  لوي رييس  هم برخه لرله   دجمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي  دنورستان ولايت  دخلکو دستونزو له اوريدو  وروسته څرگنده کړه   چې دغه ستونزي به له  جموررييس سره طرحه کړي .
ده دغه  راز  څرگنده کړه  چې زمانظر تل دادي  چې دغوره اوپه کار پوه ولايتي مسولينو درامنځته کولو له لاري  کولاي شو  دخلکو زياتي ستونزي حل کړو.
دجمهوررييس  مرستيال له دغه ولايت سره  دپيښو پرخلاف دمبارزي  دملي کميټې دمالي ، خوراکې او ناخوراکې   مرستو په بيانولو سره ټينګار وکړ  چې دغه ولايت  له هغو ولايتونو څخه دي چې تل له پيښو سره دمبارزي  دملي کميټې دپاملرنې په سر کې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته