سیاست

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د نن په هغه غونډه کې چې د محصلینو د نړیوالې ورځ په مناسبت د افغانستان د ځوانانو اتحادیې له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ.

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٦
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د نن په هغه غونډه کې چې د محصلینو د نړیوالې ورځ په مناسبت د افغانستان د ځوانانو اتحادیې له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ.
دپخواني جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزي په دې غونډه کې په ټولنه کې د زده کړې د ارزښتونو او مقام په باب خبرې وکړې وې ویل؛ د بشري ټولنې او بېلابېلو هېوادونو د پرمختګ او ودې یوازنی لامل پوهه او علم دی او پرته له دې بله لار نلري. هغه د افغانستان د بدبختي او بیچاره ګی سبب د علم او تخصص نشتوالی اوباله او زیاته یې کړه چې که نن مو د پرون په پرتله بهتره ده نو علت یې زمونږ د ګران هېواد روزلي ځوانان دي.
حامد کرزي له هېواده د ځوانانو وتل دردونکۍ وباله وې ویل افغانستان یوازې زمونږ د روزلو ځوانانو د مټو په زور او په خپله خاوره کې د هغوی په زیار او زحمت سره آبادي او ترقی ته رسیدلی شي او بس. هغه همداراز پر ځوانانو غږ وکړ وې ویل خپله خاوره مه پرېږدی، راتلونکې مو په پردیو ملکونو کې نه بلکې په خپله خاوره کې ده او په خپل هېواد کې چې هر کار وکړي ویاړ او عزت دی.
حامد کرزي ځوانان زده کړې ته وهڅول وې ویل یوې روښانه او ښکلې راتلونکې ته تیار واوسۍ. هیڅ څوک نه شي کولای چې افغانستان د ملک الطوایفی خوا ته یوسي او یاهم دا متحد او یو موټی ملت په برخو وویشي او یا هم د خلکو تر منځ بی اتفاقي رامنځه ته کړي.
حامد کرزي په پای کې وویل خاوره د مور حیثیت لري نو د دې خاورې حفاظت وکړي او د خپلې ګرانې خاورې ساتونکي واوسۍ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته