سیاست

روسيې له طالبانو سره اړيکې تاييدوي خو له دغې ډلې سره همکاري يې رد کړه

مسکو باختر د ثور  څلورمه :
روسيه وايي: له طالبانو سره يې يوازې اړيکې ټينګې کړې دي او له دغې ډلې سره همکاري نه کوي .
په کابل ښارکې دملي امنيت ديوې ادارې په تاسيساتو دوسله والو طالبانو د ډلې  له مرګاني بريد وروسته چې څه ناڅه ٤٠٠ تنو پکې مرګ ژوبله واوښته؛ د زياترو رسنيو پاملرنه د روسيې اوطالبانو ترمنځ دهمکارۍ احتمال ته اوښتې ده.
روسيې په يوه اعلاميه کې چې پرون خپره شوه؛ د طالبانو له ډلې سره د دغه هېواد د همکاريو د تورونو په باب د افغانستان د رسنيو رپوټونه بې بنسټه وبلل.
  په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د طالبانو له ډلې سره د روسيې د اړيکو په باب د افغانستان لپاره د روسيې د خاص استازي ضمير کابلوف د څرګندونو تحريفې شوې برخې خپرې شوې دي.
  په دې اعلاميه کې چې په کابل کې د روسيې د سفارت له خوا خپره شوې ده؛ په هغو خبروکې چې د تيرې له شنبې په ورځ په کابل کې له بريدو روسته په يوه شخصي ټلويزيون کې چې د نامه يادونه يې نه ده شوې؛ اشاره شوې ده او ويل شوي دي چې دغو څرګندونو د روسيې غوصه راپارولې ده .
طالبان هم له دغې ډلې سره د روسيې له خوا د همکارۍ په باب رپوټونه بې بنسټه بولي او وايي چې د طالبانو ډله د نړۍ له زياترو هېوادونوسره اړيکې لري.
کله چې د ويچه ويله راډيو خبريال  د طالبانو له ډلې سره د روسيې د همکارۍ په باب په قطرکې د طالبانو دغير رسمي دفتر له وياند محمد نعيم څخه وپوښتل؛ ده وويل چې د طالبانو ډله د نړۍ د نورو هېوادونو په شان له روسيې سره اړيکې لري.
په همدې حال کې د مريلند پوهنتون استاد محمد شفيق  همدم د آزادۍ راډيو ته ويلي دي چې روسيې د افغانستان په امنيتي برخوکې يو تاريخي شتون درلود او روسيه کيداي شي طالبانو ته اغيزمنه وي. ځکه روسيه کولاى شي د افغان امنيتي ځواکونو او په دغه هېوادکې د ناټو او د ميشتو امريکايي ځواکونوپه باب استخباراتي اطلاعات دطالبانو په واک کې ورکړي او طالبان دکابل او کندز د پيښو په شان پراخ عمليات ترسره کړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه پورې  د روسيې او طالبانو ترمنځ د همکارۍ په باب نظر نه دى څرګند کړى. خو افغان مقامات تل روسيې او د مرکزي آسيا نورو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه دغو هېوادونو ته هيڅ راز خطر متوجه نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته