ټولنه

ډاکتر کمال سادات: د خوست ځوانان د هېواد د جمهور رييس د پروګرامونو ملاتړ کوي

کابل باختر د مرغومي نهمه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات څرګنده کړه چې د خوست ولايت ځوانان د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د پروګرامونو ملاتړ کوي . د ځوانانو چارو معين باختر آژانس ته څرګنده کړه، په هغه سفرکې چې په دې وروستيو وختوکې د خوست ولايت ته درلود، د ځوانانو د چارو معينيت د پروګرامونو او د هېواد د ځوانانو د حالت د ښه والي په لاره کې د حکومت د مشرتابه د پاملرنې په باب يې معلومات ورکړي دي . ده زياته کړه چې په دغو غونډوکې ځوانانو د دې ترڅنګ چې خپلې يو لړ غوښتنې او ستونزې بيان کړې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له کارونو او پروګرامونو سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ. ډاکتر سادات زياته کړه چې په دغو غونډوکې ځوانانو دغه راز د ځوانانو چارو له معينيت سره خپله همکاري هم څرګنده کړه او د خپلو ستونزو د څيړنې غوښتنه يې وکړه . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته