روغتیا

تبصره

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دسرطان  دناروغۍ دنړيوالې ورځې  يادونه ددغې ناروغۍ او دهغو کړاونو دله منځه وړلو لپاره  دژمنې اوتړون  دنوي کولو لپاره  يو مناسب فرصت دى  چې په نړۍ کې  مليونونو تنه انسانان ورسره  لاس او ګريوان دي . او په عين حال کې  ددې فرصت دى  چې کولى شي ددغې  خظرناکې او وژونکي  ناروغي  په وړاندې  دبشريت  کړه وړه  وڅيړي .
  دباختراژانس  مبصر ليکي . دسلواغې دمياشتې پنځلسمه  دسرطان  پرخلاف دمبارزې  نړيواله ورځ ده . هغه خطرناکه او وژونکې ناروغي  چې  کال په کال  دافغانستان په ګډون په نړۍ کې په زرګونه تنه انسانان  وژني .
دنړۍ داحصاييې  دسازمان  دشميرنو له مخې، همدا اوس  اته مليونه او دوه سوه زره تنه  انسانان  په نړۍ کې  دسرطان په ناروغي اخته دي . په افغانستان کې څه دپاسه شل زره تنه دسرطاني ناروغيو له امله ځوريږي، په وروستيو کلونوکې زموږ پنځلس زره تنه هيوادوال دسرطان په ناروغي  داخته کيدو له امله مړه شوي دي .
سره له دې چې دسرطان ناروغي ته  دوحشتناکې او ډارونکې  څيرې په توګه کتل کيږي خو داسې زمينې شته  چې کولى شي هغه کنترول او وقايه کړو لکه څنګه چې دنړۍ روغتيايي سازمان سږ کال ( دسرطان وقايه ،  درملنه ناشونې نه ده ) په شعار سره دسرطان  پرخلاف  مبارزې ته  ورډانګلي دي  اوداښيي  که چيرې موږ ددغې ناروغي په وړاندې  په تعقل او منظق سره  چلند وکړو  ،  بريالى به واوسو .
په لومړى ګام کې موږ کولى شو  چې دسرطانونو په ګډون  دخظرناکو او وژونکوناروغيو پرخلاف   دمبارزې  دنړيوالې ورځې  نمانځنه  ددغه شان  ناروغيو پرخلاف  ژمنې دنوى کولو او ددولتونو او ټولنو دپاملرنې  دجلبولو لپاره  مناسب فرصت  وبولو .
هيره دې نه شي  چې سرطاني ناروغي زياتره بهرني  اوسيمه ئيز عوامل لري  ، ککړه هوا ،  ددخانياتو او تنباکو کارول ،  دروغتيايي څارنو نشتوالي له اندازې زيات له غوړينو خوړو څخه  کار اخيستل   او دجنګي شخړو دوام هغه عوامل دي  چې  په سرطاني ناروغيو اخته کيدل  جدي کوي  دا ددې څرګندوى دي  چې سرطاني ناروغي بهرنۍ عوامل لري . اوټولنې  دهغو په کنترولولو او کمښت کې رول لري .
نو داخبره دقيقه ده چې خلکو ته  دپوهاوي  پروګرامونه او په خپل وخت  دسرطانونوتشخيص  او درملنه  مهمه ده او هر هيوادوال ، هر بنسټ او هره  برخه  که چيرې  خپل مسووليت  په خپل وخت  ترسره کړي  کيداى شي  سرطان  دوقايع او کنترول وړ ناروغي  وي .
په افغانستان کې لکه څنګه چې دعامې روغتيا وزير وايي  چې  دسرطان  دکنترول دملي پروګرامونو په تطبيق سره  په هيواد کې ددغې ناروغي پرخلاف  مبارزه  تنده کړو او دخلکو په پوهاوي سره  په دې ستونزې  بريالي شو خو يوازې  خلکو ته  دپوهاوي پروګرام  کفايت نه کوي بايد  ددرملنې مرکزونه هم فعال شي.
نن ورځ  زموږ يوزيات شمر هيوادوال  دهيواد په دننه کې ددرملنې او علاج  دمحدودوامکاناتوپه دليل  دسرطاني  ناروغيو او دنورو ناروغيو دعلاج اودرملنې  لپاره  له افغانستان څخه بهر ته ځي  په داسې حال کې چې لاتراوسه پورې  په هيواد کې  دسرطاني ناروغيو  دعلاج او درملنې ديو مرکز دجوړولو لپاره پاملرنه نه دى شوى .
  په دې ترڅ کې  دهوا دککړتيا دمخنيوي او په حمامونو او دخښتودپخولو په بټيواو داشونو کې  دبې کيفته  سوند دموادو په تيره بيا  دپلاستيکو ، تايرونو او دنورو مضره موادو  دکارولو  دمخنيوي لپاره  کوم کار نه دى شوى او دبې کفيته تيلو  واردول  چې کولى شي  هوا  لاپسې   ککړه کړي  او دسرطاني ناروغيو  دودې لپاره  زمينه  برابره کړي  ،  دوام لر ي. او په دې لاره کې ژمنې  زياتره  دکاغذ پرمخ او تريبيونونو  ترشا پاتې دي او په ډير لنډ وخت کې تيرې شوي دي .
په داسې حال کې چې  اوسنۍ حالت  کار او عمل غواړي چې  کم شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته