امنیت

په فارياب کې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
په فارياب کې دچسپکي ماين دچاودنې له امله  څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس  ته وويل چې دوه ښځې او دوه نارينه  پرون دميمنې  په ښار کې  هغه وخت  ټپيان شول  چې دزرګرى په يو دوکان کې ځاى پرځاى شوى چسپکي  ماين وچاوديد .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپيښې ټپيان دفارياب ولايتي روغتون ته ليږدول شوي  دي او ديوه ټپي روغتيايي حالت  خراب بلل شوى دى .
ديوبل خبرله مخې، دفارياب ولايت ددولت يار ولسوالۍ  په بازار کې دپوليسو او طالبانو ترمنځ نښتې له امله دترکمنستان  دوارداتي بريښنا  مزي شليدلې دي .  يوه اړونده خبرځاى وويل  دفارياب ولايت ددولت اباد ،  خواجه سبز پوش  او دپښتونکوټ په ولسواليو کې دبريښنا بهير له پرون راپديخوا  ځنډيدلى  دى او اوسيدونکي يې له ستونزو سره مخامخ دي .
ددولت اباد ولسوال  سيد داود وايي چې دامنيت دتامين  په صورت کې به دبريښناشرکت  مسوولان دشليدلو  مزو په ترميمولو  اقدام وکړي .
ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته