امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي  اتلسمه :
په دوو جلاجلاعملياتوکې تېره شپه په لوګر ولايت کې اته تنه طالبان ووژل شول؛ يو طالب اسير او درې تنه نوريې ټپيان شول.
باختر آژانس د لوګر ولايت د مقام د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې له مخې خبر ورکړ: اووه تنه وسله وال طالبان د څرخ ولسوالۍ په رستم خيلوسيمه کې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو له امله ووژل شول او يوبل طالب ونيول شو .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې د طالبانو پنځه کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
د يوبل خبر له مخې: طالبانو تېره شپه د بره کې برک ولسوالۍ د احمدک په امنيتي پوستې بريد وکړ چې په دې ساحه کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې يو طالب ووژل شو او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
ويل کيږي په دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او امنيتي ځواکونه  په دې بريالي شوي دي چې د سر له زيان پرته د طالبان بريد په شا وتمبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته